امنیت

اته تنه داعشيان او يوولس تنه طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل  باختر د زمري  نهمه :
په جوزجان ولايت کې د داعشيانو او طالبانو ترمنځ د نويو جګړو په بهيرکې ۱۹ تنه ووژل شول .
  د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمدجوزجاني باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو او داعشيانو پرون د درز اب ولسوالۍ د شيربيک او ګردن په کليوکې يو ځل بيا جګړه وکړه چې په نتيجه کې د دريو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون اته تنه داعشيان او يوولس تنه وسله وال طالبان وووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول .
  جوزجاني زياته کړه: اوس دواړه لوري د يوبل پرخلاف جګړې ته تيارى نيسي. ويل کيږي چې د داعشيانو او طالبانو د ډلو ترمنځ  له جګړو وروسته چې دريمې اوونۍ ته رسيدلې دي، څه ناڅه ۲۵۰ تنه داعشيان او ۲۰۰ تنه طالبان وژل شوي او له دواړو لورو څخه په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته