امنیت

اته تنه داعشيان او طالبان په ننګرهار کې ونيول شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو اته تنه  داعشيان او طالب تروريستان په ننګرهار ولايت کې  ونيول.دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي .
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دننګرهار ولايت  دمرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې  دځانګړو عملياتو په بهيرکې  له جلال اباد ښار څخه دکوټ  ولسوالۍ ته دداعش دډلې دافرادو دليږدونې مسئوول په بادام مشهور عبيدالرحمن  دداعش دتروريستي  ډلې  له  دريو تنو افرادو سره  دجلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې نيولي دي.
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو دجلال اباد ښار په مربوطاتو کې دطالبانو په تروريستي ډلې پورې اړوند قوماندان امين الحق ٤ تنه غړي عبدالرزاق ، شيرمحمد ، ضياالحق  او په بزرګ مشهور ذاکر په جلال آباد ښارکې  دماينونو په ښخولو ، چاودنو او دقومي مخورو په ترور بوخت و ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته