اته تنه بنديان نن دبګرام له جيل څخه ازاد شول

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١٧ :
اته تنه بنديان  چې دميدان وردګو ولايت اوسيدونکې دي نن دبګرام له جيل څخه ازاد شول.
په هغې غونډه  کې چې له همدي امله جوړه شوې وه  دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي هيله وکړه  چې ددغو بنديانو په خوشي کولوسره به  دميدان وردګوولايت امنيت ښه شي  او ددغه ولايت ټولو خلکو ته  دسوله ييز ژوند زمينه برابره شي .
خوږياڼي ازادو شويو بنديانو ته وويل  هيله ده چې تاسې دسولې له يوپيغام سره بيرته خپلو کورنيوته ستانه شي .
دميدان ورد ګو ولايت يوتن چارواکې دباختراژانس ته وويل دغه بنديان دميدان وردګو ولايت دسولې دعالي شورا په مرسته اوهمکاري دبګرام له جيل څخه ازادشوي دي .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې دغه کسان پخوا دعملياتوپه بهيرکې دناټو دځواکونوله خوا  له طالبانوسره دلاس لرلو په تور دميدان وردګوولايت له مربوطاتو څخه نيول شوي  وو.
يو تن خوشي شوي بندي دنورو په استازيتوب  ددولت ددغه ښه اقدام له امله قدرداني وکړه  اودميدان وردګوولايت له مسوولينو  سره يې دهر راز همکاري ژمنه وکړه .
دغه بنديان دميدان وردګو دوالي  اوددغه ولايت دسولې دعالي شورا درييس له خوا کورنيوته يې  وسپارل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته