اتلس وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول
٨- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
اتلس وسله وال طالبان په هلمند کې له افغان ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول او شپږ نورټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه د نهر سراج، ناوې او د نادعلي په ولسواليو کې رامنځته شوې وې .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه جګړې د افغان ځواکونو پر پوستو او د سپرلۍ پرکاروانونو د وسله والو طالبانو له برېدونو وروسته رامنځته شوې .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو جګړو کې ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول .
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ پوځيانو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٧ماينونو په کشف او شنډولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله. د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ج_اکرم