امنیت

اتلس وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٠مه/باختر
اتلس وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ایمل مومند باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوایي بریدونو او عملیاتوکې چې د غزني د اندړو ولسوالۍ په خاني قلعه او بند سردي ساحوکی وشول؛ وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په بریدکې د طالبانو یو فولډر ډوله موټر هم له منځه يوړل شو.
د یو بل خبر له مخې:
د۲۰۳ تندر قول اردو د ماین پاکۍ ټیمونو د خوست، لوګر او غزني په مربوطاتوکې٩  ماینونه کشف او شنډ کړل.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته