امنیت

اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٤
د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په دوام اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه عمليات د لغمان ولايت د اليشنګ او الينګار ولسواليو د مرکز په شاوخوا کليوکې پخوا پيل کړي و چې له امله يې ١٨ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او لس تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دغه راز د هغوى اته تنه قوماندانان (په خيبر مشهور سنګري، په طوفان مشهور محب او په هيبت مشهور عتيق الله) وژل شوي او (په کفرشکن مشهور محمديار، مولوي محمد الله، عزيز الرحمن، عزيز احمد او مولوي دسته ګل) ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته