اتلس تنه په کابل کې د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول

کابل/ د مرغومي٢٨مه / باختر
پوليسو نن په څو اوپراتيفي عملياتو کې ١٨ تنه د جنايي جرمونو په اړوند د کابل ښار له بېلابېلوسيمو څخه ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د وژنې، ټيي کولو، دغيرقانوني وسلو لېږد، د مبايل غلا، د وژنې ګواښ، شوکمارۍ او د کورونو د غلاو په تور د کابل ښار د لومړۍ ، څلورمې ، نهمې، دوولسمې ، ديارلسمې، شپاړسمې او اوولسمې له ناحيو څخه نيول شوي دي.
له نيول شويو کسانو څخه ډول ډول وسلې هم ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته