اتلس تنه وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول
کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ١٨مه اتلس تنه وسله وال طالبان پرون په لوګر ولایت کې ووژل شول . د لوګر د والي ویاند شاهپور احمدزي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په آبپران په سیمه کې د پوځیانو د عملیاتو په بهير کې ووژل شول. احمدزي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د هغوی یوه اندازه جنګي وسایل ترلاسه شوي دي. پاى /سعیده