اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
امنيتي ځواکونو د هيواد په څو ولايتونوکې پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه فعاليتونه چې د امنيتي ځواکونو له خوا د لغمان ، قندهار ، زابل ، ارزګان، غزني، خوست او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ له امله يې ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ٤ تنه ټپيان او د دغې ډلې ٤ تنه نوريې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته