ټولنه

اتلس تنه نور پناه غوښتوونکي له آلمان څخه وايستل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٦ :
يوه  بله  ډله  افغان پناه غوښتوونکي له آلمان څخه  وايستل شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې :   پر ون سهار يوه بله ډله  افغان پناه غوښتوونکي  چې له آلمان څخه ايستل شوي و ، کابل ته راورسيدل.
دغه  ايستل شوي   اتلس تنه ځوانان دي  چې دالمان له شپږو ايالتونو څخه  شړل شوي دي.
ټاکل شوې وه  چې په دريم پړاو کې پنځوس تنه پناه غوښتوونکي  له آلمان څخه وايستل شي  خو اتلس تنه  وايستل شول .
مخکې له دې  آلمان ٥٩  تنه  افغان  پناه غوښتوونکي   په دوو  پړاونو کې افغانستان  ته  وليږل .
که څه هم مخکې له دې چې  افغانستان ته دريمه ډله پناه غوښتوونکي وليږدول شي  دپناه غوښتوونکو ٢٥٠  تنو ملاتړ کوونکو په مظاهرو لاس پورې  کړ  او افغانستان  ته يې ددغو پناه غوښتوونکو  دنه  ليږدولو غوښتنه وکړه  او دغه هېواد يې  نا امن او جګړې ځپلى وباله  .
الماني مقاماتو ويلي دي دوى به خپلو هېوادونو ته  د زياتو پناه غوښتوونکو دليږدونې له پروګرام څخه هيڅکله په شا نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته