اتلس تنه د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٢
د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا ١٨ تنه په تروريستي فعاليتونوکې د لاس لرلو په تور د ننګرهار،  کندز، بلخ، دايکنډي، نيمروز او د هرات په ولايتونو کې ونيول شول.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په نيول شويو کسانوکې د ابراهيم او حميد الله په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې قوماندانان او ځانمرګي شامل دي چې له پنځو کلاشينکوفونو ، څو مخابرو ، ريموټ کنترول ماينونو، دوه زره کيلوګرامو امونيم نايتريت ډوله چاوديدونکو توکو، پنځو کيلوګرامو چاويدونکو توکو او له يوې اندازې پوځي تجهيزاتو سره نيول شوي دي .
نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې پوځي زده کړې يې د ديورند له کرښې اخوا کړې دي او د ورانکارو او تروريستي عملونو د ترسره کولو په مقصد دغو ولايتونو ته استول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته