امنیت

ابوبکر البغدادي هغه تروريست چې په پاکستان کې روزل شوى دى . .

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دداعش دتروريستي ډلې مشر ابوبکر البغدادي په پاکستان کې روزل شوى دى .
  دپاکستان دکورنيو چارو پخواني  وزير او داطلاعاتو دادارې رييس رحمن ملک په ټلويزيوني خبرو کې ادعا وکړه چې د داعش دتروريستي ډلې مشر ابو بکر البغدادي د شپږ مياشتو لپاره دپاکستان په قبايلي سيمو کې روزل شوى دى او يادونه يې  وکړه چې دداعش تروريستي ډله په پاکستان کې فعاله ده او دطالبانو ډله هم ددغې تروريستي ډلې ملاتړ کوي او څه موده مخکې يې هم په اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي و چې دداعش د تروريستي ډلې مشر څه موده مخکې په پاکستان کې  ژوند کاوه .
دپاکستان دغه پخواني وزير څرګنده کړه چې دپاکستان په ډير ستر ښار کراچۍ پيښور او دخيبر پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار او دغه راز دفدرال دولت ترکنترول لاندې  نورو قبايلي  سيمو کې دداعش دشتون په باب مستند شواهد شته .
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي: داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې البغدادي  دطالبانو دواکمنۍ په وخت کې يوه موده په کابل کې هم و او داسامه بن لادن  په مشرۍ  دالقاعده سازمان ته يې کار کاوه .
دلويديځ يوشمير څيړونکي او  تحليلګران داعش له القاعده سره يوه جلا شوې څانګه بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته