ټولنه

ابلاغيه

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د ترافيکو رياست ابلاغيه
په دې وروستيو وختوکې د هيواد په مرکز او ولايتونوکې يو شمېر خصوصي ورکشاپونه له پطرولو څخه په ګازي د وسايطو د سون د (LPG) سيستم په بدلون لاس پورې کوي .
د را رسيدلو معلوماتو له مخې: زياتره دغه ورکشاپونه د يو شمېر رسمي ارګانو او په تېره بيا د نورم او ستندرد د ادارې او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د عالي ادارې رسمي مجوز نه لري او له اجازې پرته او غيرمسلکي فعاليت او د بې کيفيته او ټيټ کوالټي تجهيزاتو د استفادې له امله تر اوسه پورې په واټ کې څو پيښې رامنځته شوې دي.
له دې امله د ترافيکو رياست د مرکز او ولايتونو د ترافيکو ټولو ادارو ته په ټينګار سره لارښوونه کړې ده؛ د رسمي او قانوني اجازې په نه لرونکو خصوصي ورکشاپونوکې د چنج شويو وسايطو له تخنيکي معاينې او سندونو له نوى کولو څخه ډډه وکړي. د نورم او ستندرد له ادارې څخه هيله کوو چې دغه بهير په جدي توګه وڅاري او له سرغړونکو سره دې قانوني چلند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته