آیا موږ له تاریخه پند اخیستی دی؟
٢٩- کابل / د مرغومي ۱۶مه / باختر
روانه اوونۍ د تاریخ اوونۍ نومول شوې ده. پرون په دې ویاړ په ملي موزیم کې غونډه جوړه شوې وه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په ګډون یو شمېر ویناوالو د تاریخ د ارزښت په اړه خبرې وکړې. د تاریخ په نامه د اوونۍ نومول او د هغې نمانځل یوه اړتیا ده. موږ باید تاریخ مطالعه کړو او پر لوړو ژورو یې ځان خبر کړو؛ خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې آیا موږ له تاریخه پند اخیستی دی؟
د باختر آژانس مفسر دې پوښتنې ته د ځواب موندلو کوښښ کړی دی او لیکي:
د هر هېواد تاریخ لوړې ژورې لري. افغانستان هم استثنا نه دی او ښایي دا مبالغه نه وي که وویل شي چې د افغانستان د تاریخ لوړې ژورې ښایي د ګڼو هېوادونو په پرتله ډېرې وي. د افغانستان ځانګړی جغرافیایي موقعیت سبب شوی دی چې د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د یرغلګرو د بریدونو ډګر پاتې شي. که کومې امپراتورۍ به غوښتل د وچې له لارې ځان افسانوي هند ته ورسوي؛ نو لاره یې پر افغانستان وه او همدارنګه که چا به غوښتل ځان منځنۍ آسیا ته ورسوي؛ نو بیا یې هم لاره پر افغانستان وه.
افغانستان له یوې خوا اړ و چې د یرغلګرو پر وړاندې ودرېږي او د ځان دفاع وکړي؛ خو دا یوازینۍ ستونزه نه وه چې افغانستان ورسره په بېلابېلو پړاوونو کې لاس او ګرېوان پاتې شوی دی. افغانستان د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د ګڼو ځواکونو د رقابتونو او سیالیو ډګر هم پاتې شوی دی. په تېره بیا په نولسمه او شلمه پېړۍ کې.
هرمهال چې افغانانو د نظام جوړولو ته ملاتړلې ده اوګام یې پورته کړی دی؛ نو له ګواښ سره مخ شوی دی. که ډېر لرې لاړ نه شوو او د امیرشېرعلي خان له وخته خپل تاریخ ته کتنه وکړو؛ نو امیر شېرعلي خان د نظام جوړونې بهیر پیل کړ، معاصره اداره یې جوړه کړه، د صنعت بنسټ یې کېښود، د اردو تشکیلات یې جوړ کړل، د وسلو تولید یې پيل کړ، مطبوعات یې رامنځ ته کړل او نور ګڼ اصلاحات؛خو له بده مرغه د وخت سترې امپراتورۍ چې په قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده، پر افغانستان جګړه وتپله او د امیر شېرعلي خان ټولې لاسته راوړنې یې په اوبولاهو کړې. افغانانو بیا هر څه له صفره پیل کړل. د امیرامان الله خان په وخت کې بیا د ودې او پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه واخیستل شول؛ هېواد ښه پرمختګ وکړ؛ خو له بده مرغه بیا د بهرنیو په لمسون او ملاتړ د کورني اړودوړ له امله ټول پرمختګونه په اوبو لاهو شول او افغان ولس اړ شو بیا هر څه له صفره پیل کړي.
له بده مرغه دغه راز لوړې ژورې زموږ په معاصر تاریخ کې هم ډېرې دي. نو کله چې موږ د تاریخ اوونۍ نمانځو، باید خپلو دغو لوړوژورو ته کتنه وکړو، هغه په هر اړخیزه توګه وڅېړو او دا ټکی راڅرګند کړو چې موږ ولې تل له دغه راز لوړو ژورو سره مخ کېږو؟ موږ ولې له دغو پېښو پند نه اخلو او هر ځل هغه تجربه کوو او تکراروویې؟ که تاریخ څه ارزښت لري؛ نو هغه دا دی چې موږ ترې د راتلونکې لپاره پند واخلو؛ که دا نه وي؛ نو بیا خو تاریخ د تېرو وختونو تشې کېسې دي.
که موږ غواړو له اوسنیو ستونزو خلاصون ومومو، که موږ غواړو د لوړو ژورو بیا بیا تکرار ته پای ورکړو، که موږ غواړو د نورو ګڼو هېوادونو په څېر ټینګ او نه په شاکېدونکی پرمختګ وکړو؛ نو باید له خپل تېر تاریخه پند واخلو. موږ د تاریخ ژورې او هر اړخیزې مطالعې او شننې ته اړتیا لرو.
پای/ن.ش