آلمان د سولې په تړاو د افغانستان حکومت د دریځ ملاتړ وکړ

– کابل / د سلواغې٤مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د المان دفاع وزیرې انه ګریټ کرامپ کارنباور سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په داووس ښار کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، دسولې پروسې او سیمه ییزې اوضاع په اړه بحث او خبرې وکړې.
د آلمان د دفاع وزیرې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ ويې ویل، د افغانستان او المان امنیتي ځواکونو ترمنځ نږدې او دوستانه اړیکه جوړه شوې ده.
همداراز نوموړې له ترورېزم سره پر دوامداره ګډې مبارزې د ټينګار ترڅنګ وویل، آلمان د سولې پروسې په تړاو د افغانستان حکومت د دریځ ملاتړ کوي او باید د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.
جمهور ريیس غني له افغانستان سره د المان د مرستو مننه وکړه او خوښي یې وښوده چې د افغانستان او آلمان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ښه اړیکه جوړه شوې، په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې پر اصلاحاتو یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ د ځانګړوځواکونواو هوایي ځواکونو د تقویت لپاره د المان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لرو.
هغه د دې ترڅنګ چې د افغانستان د ملي پولیسو لا زیات ملاتړ باید وشي د سولې په اړه وویل، سوله زموږ ټولو لپاره یوه اساسي موضوع ده او له بین المللي ټولنې سره د یوه منځمهالي او اوږدمهالي پلان په چوکاټ کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې اجماع لرو.
جمهورريیس غني د پایداره سولې لپاره اوربند د یوې مهمې موضوع په توګه مطرح کړ او ويې ویل، د اوربند لپاره د افغانانو غوښتنه باید ومنل شي.
د دې کتنې په پای کې جمهورريیس د سولې او بین الافغاني ډیالوک په ملاتړ کې د المان د رول ستاینه وکړه. پاى ذ