کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دفدرال آلمان دکورنيو چارو وزارت دترکيې او د اروپا د اتحاديې ترمنځ دمهاجرينو موافقه ليک بريالى بولي.
د آلمان دحکومت منشي اميلي هابر پرون په لوکزامبورګ کې د اروپا داتحاديې دکورنيو چارو دوزيرانو د غونډې ترڅنګ وويل: ترکيه د قاچاق وړونکو بانډونو دنيولولپاره دتدبيرونو په برخه کې دموافقه ليکونو په عملي کولو ژمنه ده .
ده زياته کړه موږ ګورو چې يو شمير مهاجرين له ترکيې څخه د کوچنيو بيړيو په واسطه يونان ته رسيدلي دي . دده دڅرګندونو له مخې په دې وروستيو وختو کې په ورځ کې پنځوس تنه يونان ته رسيدلي دي .
دترکيې او د اروپا اتحاديې ترمنځ دموافقه ليک هدف دادى چې له ترکيې څخه يونان ته دغير قانوني مهاجرينو دسفر مخه ونيسي.
ددغه موافقه ليک له مخې د اروپا اتحاديه د روان کال دمارچ د مياشتې له شلمې نيټې راپه دې خوا په ټوليزه توګه نوې رارسيدلي مهاجرين بيرته ترکيې ته ستنوي.
اروپا ترکيې ته دهر ستنول شوى مهاجر په بدل کې له دغه هيواد څخه يو بل سوريايي مهاجرمني.
0 1 دقیقه لوستل