ورزش

آلماني پوځيانو دعامې روغتيا رياست د فوټبال له ټيم سره مرسته وکړه.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
آلماني سرتيرو تېره شپه په بلخ ولايت کې د عامې روغتيا رياست د فوټبال دټيم له غړو سره مرسته وکړه.
دبلخ ولايت دعامې روغتيا د رياست ورزشي آمر باختر آژانس ته وويل: په دې مرسته کې جامې او سپورتي لوازم شاملي دي چې د بلخ ولايت د عامې روغتيا دفوټبال ټيم په غړو وويشل شوه.
په بلخ کې د آلمان د بيارغونې د ولايتي ټيم قوماندان وويل:
آلمان ژمن دى چې په نږدې راتلوونکې کې په بلخ ولايت کې ښځينه ورزشکارانوته يو ورزشي لوبغالى جوړ کړي .
ديادونې وړ ده چې دبلخ ولايت دعامې روغتيا رياست په پنځه ويشتو ورزشي څانګوکې پنځه سوه تنه ورزشکاران لري چې د واليبال ، باسکيټ بال او بدمنتون ښځينه ټيمونه هم په دغه کلپ کې شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته