امنیت

آلماني عسکر په افغانستان کې دخپل پوځي ماموريت دپاى په درشل کې دهيواد په شمال کې دکندز پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
آلماني عسکر په افغانستان کې دخپل پوځي ماموريت دپاى په  درشل کې دهيواد په شمال کې دکندز پوځي اډه  افغان ځواکونو ته  وسپارله.
دغه  اډه له  له پوځي تاسيساتو سره يې څه ناڅه لس کاله مخکې دلسګونو مليونو ډالرو په لګښت  دآلمان له  خوا خوړه شوى ده.
دآلمان د دفاع وزير توماس ديميزير افغان ځواکونوته ددغې اډې دسپارلوپه  مراسمو کې وويل دروانې ميلادي مياشتې تر پاى پورې به  د آلماني ځواکونو
نهه سوه کسيزه   له دغې اډې  څخه ووځي.
ويل کيږي ددغو ځواکونو زياته  برخه بيرته خپل هيواد ته  ستنيږي او ځينې يې
دمزارشريف په ښارکې د آلماني ځواکونو په اډه کې ځاى پرځاى کيږي چيرته چې
آلمان له افغانستان سره د لاس ليک شوى ستراتيژيک تړون له مخې له ٢٠١٤ کال
وروسته هم پکې پوځي حضور ولري.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دآلمان د دفاع وزير په دغو مراسمو کې وويل : چې هيواد يې دغه راز له امنيتي او دفاعى پلوه په خپلو پښو د دريدو لپاره به افغان ځواکونه وروزي.
دآلمان دبهرنيو چارو وزير ګيدو وستروله  هم په دغو مراسمو کې ګډون  درلود وويل ،  چې هيواد به  يې له ٢٠١٤ کال وروسته چې ناټو په افغانستان کې خپل اوږدمهال  ماموريت پاى  ته رسوي  دخلکو دژوند دښه والي دبيارغاونې دپروګرامونو دتطبيق په خاطر خپلو مرستو ته دوام وکړي.
دآلمانى دبهرنيو چارو وزير وايي موږ دافغانستان دخلکو شا نه اړوو .
دافغانستان  دکورنيو چارو  وزير محمدعمر داودزي په دغو مراسمو کې له تروريزم سره دمبارزې او دهيواد دبيارغاونې له لاره کې دآلمان دمرستو له امله قدرداني وکړه  او له ٢٠١٤ کال وروسته او  په تيره بيا له افغان امنيتي ځواکونو سره يې ددغو مرستو د دوام غوښتنه وکړه .
له بله پلوه دافغانستان د دفاع وزارت معين  په دغو مراسمو کې وويل ،  له ټولو پرمختللو پوځي تاسيساتو سره يې افغان ځواکونو ته  ددغې اډې سپارل په پوځي برخه کې دافغانستان دتاسيساتي او تجهيزاتى ستونزو د لرې کولو په خاطر يو ګام دي دا په داسې حال کې ده چې امريکايي ځواکونه دافغانستان په ځينو سيمو او په تير بيا په شمال ختيځو سيمو کې له افغانستان څخه دخپلو وتلو په درشل کې خپل پوځي تاسيسات له منځه وړي دي امريکايي عسکرو پرون پکتيا ولايت مرکز ښرنې ښارته څيرمه له خپل پوځي اډې څخه له وتلو وروسته خپل ټول پوځي تاسيسات ويجاړ کړل .  دغه اډه دلسګونو مليونو ډالرو په لګښت جوړه شوى ده.
آلمان  اوس څلور زره ځواکونه په افغانستان کې لرې څه موده مخکې جګپوړو آلماني مقاماتو اعلام وکړ چې له ٢٠١٤ کال وروسته په ددغه هيواد  زرکسيزه قطعه دافغانستان په شمال له دې جملې څخه په مزارشريف کې پاتې شي او ددغه هيواد نور ځواکونه به تر راتلونکو څو مياشتو پورې له افغانستان څخه  ووځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته