آزربایجان، د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي

کابل، د غويي ۳مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په کابل کې د آزربایجان له سفیر الهام ممدوف سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې، د روغتیا په برخه کې د ګډې همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، په روغتیايي برخه کې د آزربایجان د ونډې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

ډاکټر قلندر عباد، د افغانستان او آزربایجان ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي دي:«د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې موخه له بېلابېلو لارو هڅې کوو چې د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو».

په کابل کې د آزربایجان سفیر هم، په روغتیايي برخه کې پر ګډ کار او دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی چې هېواد به یې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره دومداره مرسته او همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته