آزادي لوبډلې په بامیانو کې د فوټسال پیل شویو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

کابل / د کب ۲۳ مه / باختر

د بامیانو د اژدر درې کلیو د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د (ازادي لوبډلې) په بریا پای ته ورسېدې.

د اژدردرې ځوانانو د ټولنیزې شورا مرستیال محمد امان دهزاد باخترآژانس ته وویل چې د فوټسال د ژمني جام سیالۍ څه موده مخکې د اژدر درې د ۱۰ ټیمونو ترمنځ پيل شوې چې نن د آزادۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پای کې د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د بدني روزنې او ورزش آمرغوره ورزشکاران وستایل.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته